د پوهنې خپلواکي
                                                                                                                                 دستگېر خروټی دستگېر خروټی

 

“ د انسان کور په درو لوړو ستنو: درناوی، حقيقت او علم ولاړ دی...”

ما په تېره ليکنه کي د انديښنې د ازادې په هکله لنډ غوندې مطالب وړاندې کړل. په دې  ليکنه کي هڅه کوم د علم او پوهنې د خپلواکي په هکله يوڅه وړاندې کړم.  د پوهنې خپلواکې د انديښنو په ازادې تکيه کوې. د انديښنې له ازادې پرته خپلواکه پوهنه هم وده نه کوې. په هغه ټولنه کي چي انديښنې او فکرونه تړلې وې پرمختگ او وده هم تړلې وې.  د پوهنې او علم ځانگړتيا په بشپړه خپلواکي دی.  انسانان له پخوا څخه د جوړ شويو چوکاتونو په منځ کي نه تربيه کېږې او نه علم او پوهنه په دې او هغه له پخوا څخه جوړ شوی چوکات کي ځاېږې. علم او پوهنه په داېمې توگه بدليدونکی او وده کونکي حالت لرې.
     د مدرنې اروپا د تارېخ د پېل ټکی  رنسانس او د رونسانس لاسته راوړونې او په تېره بيا له کليسا څخه  د علم او پوهنې خپلواکې وه. رنسانس په علم او پوهنه کي د لوی، ژور او کيفی بدلون د پېل ټکی هم وو.
رنسانس د علم او پوهنې په خپلواکې سره په اروپا کي د پرمختگ، ودې، ترقې او هوساينې لاره پراانيستله.
رنسانس  له زړو عادتونو او خرافاتو د پوهنې د را جلا کولو لاره همواره کړه.
  له بده مرغه د بشريت په تارېخ ددې زياتې بيلگې شته دي چي واکمنو او په تېره بيا ايديولوژيکو واکمنيو نه يوازي فردي ازادي او د انديښنو له ازادې سره دوښمنې کوله، بلکې د خپلو گټو او واکمنيو د ساتلو په منظور يې د علم او پوهنې خپلواکې هم له منځه وړله. هغوې د پوهنې د خپلواکي په له منځه وړلو سره د اوږدې مودې له پاره ټولنه او د ټولنې پرمختگ او وده په شا غورزل.  هغوې هڅه کوله او اوس هم دلته او هلته دا ډول هڅې شته دې چي علم او پوهنه د خپلو گټو او د ايديولوژيکو او سياسي موخو تابع وگرزوي.  خو علم او پوهنه د واکمنو د د ايديولوژیکو او سياسي موخو او غوښتنو په ځای بايد د ټولنې او د وخت اړتياو او غوښتنو ته ځواب وې. د زده کړې او روزنې موخه دادی چي څه ډول انسانان وروزې. په ټولنه کي  څه ډول انسانانو ته ضرورت شته دی. په ټولنه کي کومې ستونزې دې چي د زده کړې او روزنې چارې ته لوری ټاکی.
افغانې ټولنه د ژوند په ټولو برخو کي  خپلواکو متخصیصونو، څېړونکو، محقيقونو، لارښونکو... ته ضرورت لرې. د زده کړې او پوهې د تر لاسه کولو موخه بايد دا وې چي د ژوند په ټولو برخوکي پلټونکې،  خپلواک او انتقاد کوونکي انسانان وروزې. د زده کړې موخه د داسي انسانانو روزل وي چي په خپلواکه توگه فکر وکړې، پوښتنې وکړې، پلټنه وکړې، وآزمايې او انتخاب وکړې. يوازې خپلواک علم کولاي شي ټولنې ته خپلواک څېړونکي، خپلواک لارښوونکې، خپلواک پلټونکي او خپلواک متخصيصين  ورکړې. پوهه او خپلواکه پوهه کولاي شي انسان او د هغه شخصيت ته وده ورکړې او په ستونزو باندې د بری په کار کي ورسره مرسته وکړې. دا  زده کړه، پوهنه،  پلټنه، آزمايش او بيا انتخاب وو چي انسان ته يې ددې وس ورکړ له غار او ځنگل اوسيدو څخه د ټولنې جوړولو او مدنيت  په لور لاره  ووهې.. د زده کړې او پوهې موخه داده چي په انسانانو کي د پيښو په هکله د  څېړلو او قضاوت کولو استعداد او قدرت  وروزې. همدارنگه  پوهه انسان ته ددې وس ورکوې  چي په کرکه، تعصب او د نورو په وړاندي د منفې احساس  په درلودلو غلبه وکړې.  
        کانت د روزنې او زده کړې په کار کي په کلکه ددې مخالف وو چي انسانان په چوکات شوې توگه له پخوا څخه د جوړ شويو وچو معيارې اصولو په اساس وروزل شي. هغه په کلکه د زده کړې او روزنې په کارکي د کورکورانه او کلک انضباط مخالفت کاوه. د کانت له نظره زده کړه او روزنه په حقيقت کي د انسان د عقل او خرد له روزلو څخه عبارت دی، کوم چي له ازاد انتخاب څخه پرته نه تر لاسه کېږې. کانت وايې:
“ د انسان علم دوه خواوې لرې: حس او فهم. حس د علم موضوع ده او فهم د عقل په يارې هغه په علم بدلوې.
علم او عقل په تجربه او آزمايش تکيه کوې...”   
       پوهنه لوی  ځواک دی او لکه چي وويل شو د پوهنې ځواک د هغې په خپلواکې کي دی. پوهنه قدرت دی او د پوهنې  قدرت د پوهنې په هميشنی بدلون کي دی او د هرې ورځې په تېريدو سره د پوهنې ځواک او قدرت مخ په پراخيدو او زياتيدو دی. نن په نړۍ کي ځواکمن  هغوې دي چي پرمختللې پوهنه او پراخ علمې امکانات لرې او چېرې چي د پوهې او علم غربت شته دی ټولنه هم خواره ده.
  په افغانستان کي په ځانگړې توگه د ثور له ناورينه وروسته هڅه وشوه چي علم او پوهنه  ايديولوژیکي او سياسي شي. هڅه وشوه چي علم او پوهنه د واکمنو ايديولوژیکو او سياسي موخو ته خدمت وکړې او هغو ته
قانونيت ورکړې.  په بل عبارت هڅه وشوه چي علم او پوهنه د ايديولوژې او د انقلاب د موخو تابع وگرزوې.
  او علمې، پوهنېزو، هنرې او فرهنگې فعاليتونو ته په هغه صورت کي د کار او فعاليت اجازه ورکړې چي
 د انقلاب له موخو سره په مخالفت کي نه وې. همدارنگه د  علم او پوهنې سياسي کولو او  حزبې کولو پوهنتونونه، د لوړو زده کړو مرکزونه، ليسې ... د امنيتې، سياسي او جاسوسې فعاليتونو په مرکزونو بدل
 کړل . يوشمېر زده کونکي مکلف شو چي د ښوونکو او په تېره بيا د هغو ښوونکو په هکله چي بل ډول فکر خاوند وو جاسوسې وکړې. د خاد د اومې اداره دنده د زده کړې د مرکزونو له څارنه څخه عبارت وو. د دې ډول تگلارو په چلولو سره نه يوازې علم او پوهنې،  بلکې د زده کړې او تحصيل کولو مرکزونو هم خپلواکې له لاسه ورکړه.  همدې تگلارو د علم او زده کړې ډگر هم د طبقاتې جگړې او د طبقاتې کرکې په ډگر بدل کړ. ددې هڅو موخه دا هم وه چي راتلونکی نسل  واکمنو او واکمن تفکر ته وفادار وروزل شي او په ټولنه کي د يو څو کسو اويا د يوه واړه گروپ  واکمنې وساتل شي.  دې ړنگونکې تگلارې د ښوونکو او زده کوونکو د زده کړې او فکر ازادې له منځه وړله  او د ځوانانود ابتکار کولو او د هغوې د شخصیت د خپلواکي ودې مخه يې ډب کوله. د پوهنې سياسي او ايديولوژې کولو ځوانان په دې مکلف کول  چي نويو ستونزو او نويو پوښتنو ته په زړو اصولو کي ځواب تر لاسه کړې. ددې هڅو موخه دا هم وه چي واکمن  حقیقت په خپله ولکه کي راولې او خلک،  ټولنه او روشنفکران ددې اجازه ونه لرې چي د هغوې د نظرياتو او اصولو په هکله پو ښتنه را پورته کړې اويا د هغوې په هکله  شک وکړې.
    خو په دموکراسي او يوه په دموکراتيکه ټولنه کي په بشپړه توگه د علم او پوهنې په هکله چلند بل ډول دی.  دلته پوهنه او د پوهې مرکزونه خپلواک دي، دلته د زده کړې په مرکزونو کي د زده کړې د څارنې په منظور سياسي او مذهبې سازمانون  نه جوړېږې. دلته نه يوازې علم او پوهنه له شکونو او ترديدونو سره لاس په
گريوان دی، بلکې دلته په هميشنۍ توگه  د واکمنو  چلند او د هغوې  نظريات تر هميشنی شک، انتقاد اوترديدلاندې دي. په دموکراسي کي د ډاډ په ځای شک او ترديد  پېاوړی او ورځنی ځای لرې. د دموکراسي غوښتنه داده چي د ټولنې اوسيدونکي په هر څه پوه شي او د مسلو او ستونزو په هکله په لو څو سترگو قضاوت وکړې او د ازاد فکر او انديښنې په درلودلو سره تصميم ونيسې. د دموکراسي ژوند د انديښنوپه ازادې او د هغوې په سر په هميشنی ديالوگ کي دی. خو په افغانستان په وار سره د واکمنو په اصولو او حکمونو انتقاد کوونکې او  شک کونکي يو ځل“ ضدانقلاب” او بيا “ کافر او مرتد” وبلل شو.
    د لته غواړم په افغانستان کي د علم، پوهنې،  فرهنگ، هنر... د سياسي کولو په هکله به څو بيلگې يادې کړم.  د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت په اساسي اصولو کي ویل کېږې:
» ازادې فعاليت هاې علمې، تخنيکې، کلتورې و هنرې مطابق به اهداف انقلاب ثور«  ددې حکم مانا دا وه
چي علم، هنر، تخنيک ... هم طبقاتې بڼه لرې او علم هم وويشل شي: انقلابې علم او ضد انقلاې علم، کارگرې علم او پانگه وال  علم، انقلابې تخنيک او ضد انقلابې تخنيک...دا ډول يو ماشومانه قضاوت له علم څخه د بشپړې بې خېرې په مانا وو.
نجيب د گوند په شلم پلنوم کي وايې:
» مکتب، ليسه و موسسه عالې بايد به احصار انقلاب مبدل گردد. مدير و يا ريس نماينده کميته مرکزي در کليکتيف تعليمې مي باشد، که موظف به يگانه مشي حزب دموکراتيک خلق مي باشد«

.سلطانعلې کشتمند د ١٣٦٠ کال د سنبلې د مياشتې په ٣١ نيټه په خپل راپور کي وايې:
» ... آموزش مبادي بينش سياسي شاگردان را گسترش بخشيده و به امر تربيت انان مطابق به روحيه انقلاب
ثور مساعدت مي نمايد«
 د درېم ټولگې د درې ژبې د  درسي کتاب کي په سرېزه کي ليکل شوې:
» ...علم و دانش که شما کسب مي نمايد در اعمار جامعه نوين عاري از استثمار فرد از فرد نقش پر ثمرې
را ايفانمايد«
ببرک کارمل د گوند په نهم پلنوم کي وايې:
» ضرورت است تا کار سياسي در ميان استادان بهبود يابد. به افزايش و فعاليت اجتماعې آنان مساعدت
گردد و خود شان به روحيه وفادارې به ارمانهاي انقلاب ثور تربيت شوند« هغه زياتوې:
» سازمانهاې حزبې و جوانان و مسولېن مکاتيب، ليسه ها، تخنيکم ها و موسسات عالې تعلېمې
وزارت هاې مربوط موظف اند. تا اين امکانات را تحقق بخشند و محتوي و مفردات کار تعلېمې را با مسايل
و وظايف مبرم انقلاب پيوند دهند«
    لنېن هميشه په دې ټينگار کاوه: » ايديولوژې هغه وخت په پرگنو اثر غورزولی شي چي د زده کړې سيستم
په کلکه مرکزې بڼه غوره کړې«
    طالبانو په خپل وار سره د علم، پوهنې او فرهنگ  په دينې کولو برسېره  له پوهې، علم او فرهنگ  سره په دوښمنې کي دومره مخته ولاړل چي د خپلې واکمنۍ د پراخيدو او ساتلو په منظوريې په ناپوهې او بې سوادې تکيه وکړه. هغوې د خپلې واکمنۍ توجيه په ناپوهې کي لټوله.  همدا اوس هم طالبان له علم او پوهنې سره په دوښمنې کي د ښوونکو او زده کوونکو په وژلو او د ښوونځيو په سوزولو اخته دي. طالبان د زده کوونکو،
ښوونکو په وژلو او د ښوونځيو په سوزولو سره د افغانستان راتلونکې وژنې. طالبانو په ځانگړې توگه د فرهنگ د سياسي کولوتر څنگ د فرهنگ او تارېخ د له منځه وړولو لاره هم غوره کړه.
     ويل کېږې چي کله په روسيه کي د اکتبر انقلاب بريالی شو يوې وړې انقلابې ډلې پريکړه وکړه چي د پطر کبېرمجسمه چی د لنينگراد په ښار کي په يوه آس نصب شوې له منځه يوسې. د دوې  د کار په هکله تروتسکي خبر شو او امر يې وکړ چي همدا ډله دي د مجسمې لاندې تېرباران شي. تروتسکی د خپل عمل په توجيه کولو کي وايې » دا تزار د روسيې د تارېخ يوه نه جلاکيدونکې برخه ده. دا مجسمه دي پاتې شي تر څو د موږ راتلونکي نسلونه پوه شي چي موږ بې تارېخه نه يو.« خو ملا محمد عمر د طالبانو مشر د مجسمو او په تېره بيا په باميانو کي د بوتانو، کوم چي د افغانې ټولنې  د تارېخ او فرهنگ نه جلاکيدونکې برخه او هستې وه په سړه سېنه يې د له منځه وړلو حکم او فتوا ورکړه.


 سياست  هم علم دی.
 دلته غواړم  په ډېره لنډه توگه د علم او دين او بيا د دين او سياست تر منځ توپېرونه ياد کړم. د علم او دين
 دوه جلا شيان دي. د دين حکمونه يو ځل او د هميشه له پاره راځې. دينې حکمونه ابدې او اذلې دي. د ینې حکمونه بشپړ او نه بدليدونکي دي او په هغوې کي د شک کولو او ترديد ښودلو له پاره ځای نشته دی.  دين د مقدساتو ډگر دی او د مقدساتو په هکله د ولې، څه ډول او څرنگه له پاره ځای نشته دی. خو علم يو ناتمام او بدليدونکی شی دی، په علم کي تېروتنه، اشتباه، شک کول او ترديد درلودل شته دي. په علم کي بيا او بيا نوی نظرکول شته دی. په بل عبارت د علم ډگر د د انتقاد کولو، په احکامو او اصولو کي د شک کولو او په فرضيو باندې د بيا او بيا نظر کولو ډگر دی. علم د هغه حقيقت پلټنه کوي او پسې گرزې چي هېڅکله به اذلې او ابدې نه وي. د علم ډگر د بشپړ حقيقت او مقدساتو ډگر نه دی په علم کي د ولې، څه ډول اود څرنگه کلېمې د څېړنو، آزماينو او بيا د پايلو د تر لاسه کولو د کار نه بليدونکې برخې دې. سياست هم علم دی. د سياست په ډگر کي انتقاد شته دی، د سياسي اصولو او حکمونو په هکله شک کول او ترديد کول شته دی، په سياست کي اشتباه او اشتباه منل شته دي. په سياست کي بيا او بيا نوی نظر کول شته دي. دسياست علم هم د بشپړ حقيقت او مقدساتو ډگر نه دی. سياسي علم د پيښو د تحليل کولو او څېړلو علم دی. سياست د فرصتونو د پېږندنې اوله هغوې څخه د گټې اخستلو علم دی. فرصتونه نه په لاس جوړېږې او نه ددې او هغه له پخوا جوړ شوی قانون او يا اصولو په  بنسټ منځ ته راځې. فرصتونه اتفاقی او په ناڅاپې توگه منځ ته راځې. کله کله طبعې
پيښې هم د سياست  او سياسي اړيکود ښه کولوله پاره فرصتونه را منځ ته کوې. د پاکستان وروستې زلزله د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه کيدو په لاره کي يوه په زړه پورې فرصت دی.  
 همدارنگه له یوې خوا سیاست په بشپړه توگه بدليدونکې پديده ده او له بلې خوا سياست د بدليدونکو معيارونو او آرزښتونو په وسيله سنجول کيږي. همدلته دی چي د سياست او دين دجلاوالی ضرورت منځ ته راځې. په افغانستان کي مجاهدينو او طالبانو هڅه وکړه چي سياست دينې کړې، خو په عمل کي  د سياست د دينې کولو په ځای سياست قومې شو او په ډېرو برخو کي قومې درېځونو له سياسي او دينې درېځونو روښانه برترې درلوده. د افغانستان د وروستيو کلنو تجربه په روښانه توگه ښيې چي  سياست په پراخه توگه قومې بڼه درلوده يا په بل عبارت سياست قومې شوی دی او همدا دم هم د افغانې ټولنې په سياسي ژوند او په نوی جوړ شوی پارلمان کي د سیاسي او مذهبې درېځونوتر څنگ قومې سياسي درېځونو پېاوړي پاتې کېږې. دا حالت به په پارلمان کي پريکړو ته د رسيدو چاره ستونزمنه او په طبعې توگه به د پارلمان د رول په هکله  شکونه او پوښتنې را پورته کړې.             
  اسلامې کنفرانس او د پوهنې خپلواکي
په مکه کي د اسلامې کنفرانس په وروستې غونډه کي د ازادې او پرمختگ په لور له هيلو ډکې پريکړې وشوې. کنفرانس د ترور غندنه وکړه او د اسلامې نړۍ د عصرې کولو او ښځو ته د زياتو حقونو د ورکولو ژمنه
وشوه. په دې برسېره کنفرانس کي ټينگاروشو چي اسلامې نړۍ په بحران کي دی...
 دا لاندې ټکې د همدې کنفرانس له پريکړو را اخستل شوي دي:
   يو شمېرڅېړونکو د کنفرانس پريکړې په اسلامې نړۍ کي د رنسانس پېل گڼې او په اسلامې نړۍ کي د بدلونونو او د پورتنيو پريکړو د عملې کولو هيله کوي.
 په اروپا کي د رنسانس له  بنسټېزولاس ته راوړونه څخه يوه  هم د انسان او د هغه د انديښنې ازادې وه او د انسان په  پېږندنه او له هغه سره په چلند کولو کي  د عمومې  کاتگوريو يعنې له قوم، نژاد، ژبې، مذهب ... سره د هغه د اړيکو په ځای  په انسانې آرزښتونو او انسانيت تکيه وشوه. په بل عبارت انسان  له دې او هغه قوم، ژبې، مذهب ...سره د اړيکو له کبله د يوې موضوع په توگه نه، بلکې پخپله انسان د يوه خپلواک موجود په توگه موضوع وگرزيده. د رنسانس يوه بله مهمه او بنسټېزه لاس ته راوړنه د علم او پوهنې خپلواکې وه.   
اسلامې نړۍ د ازادي او پرمختگ له پاره، د انديښنو ازادي او د پوهنې خپلواکي ته ضرورت لرې. د بشريت د کلنو کلنو زيار او تجربه په روښانه توگه ثابتوې چي د مدرنو توليدې وسايلو،آلاتو، د پر مخ تللی تخنيک او پېچېلې تکنولوژې او له دې جملې د کمپيوتر جوړولوچاره  هغه وخت ممکين شوه  چي انسانې انديښنه له زړو عادتونو او خرافاتو ازاده شوه.  له بده مرغه د پورتنيو آلاتو، وسايلو... په توليد کولو کي د اسلامې نړۍ ونډه
تر وروستې اندازې کمه ده. د نړۍ د لويو  اختراع کوونکو  په ډله کي چي نړۍ او د نړۍ څېره يې بدله کړې.
د بشر ژوند يې بدل کړی. پرمختگ او وړاندي تگ يې بې سارې چټکې ور په برخه کړې  د يوه مسلمان مخترع نوم هم نه پيدا کېږې. ددې وروسته پاتې والې لامل څه دی؟ ددې لاملونو څېړنه په کار دي. يو وخت خو اسلامې نړۍ يوه پر مخ تللې نړۍ وه او د بشرې نړۍ پر مخ تللې برخه يې جوړوله، خو نن په
اقتصادې، ټولنېزه، علمې، سياسي او فرهنگې برخو کي د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې برخه جوړوې.
له لاملونو به يو لامل به دا وې  چي هر څه په نصيب پوري تړل کېږې او چېرې چي دواړه نيکمرغې او بدمرغې د نصيب پايله شمېرل کېږې د څېړنې، پلټنې او ابتکار کولو ضرورت هم منځ ته نه راځې.
 پر مختگ، وړاندې تگ ، د ټولنېزې هوساېنې تامېن او د دموکراسي په لور بريالی خوزښت په کلکه له يو شمېر دودونو او زړو عادتونو اغو خرافاتوڅخه د ځان را جلا کول او د نويو آرزښتونو منل ايجابوې. د نويو آرزښتونه منل په هېڅ وجه  په ټولنه کي د شته او منل شويو دودونود نفې کولو په مانا نه دي،  بلکې په ټولنه کي د داسي فرهنگې چاپېريال را منځ ته کول دی چي د پرمختگ او ټولنېزې هوساېنې د تامېن، انسان او انسانې آرزښتونو ته د درناوی، د علم له خپلواکې او د انديښنو د ازادې له چارې سره مرسته وکړې.
نيکلاس ون کوس چي فيلسوف او کاردينال وو وايې:
» د انسان کور په درو لوړو ستنو: درناوی، حقيقت او علم ولاړ دی انسان. په همدي کور کي زده کړه کوي او د خپلو حقونو په هکله خبرتيا تر لاسه کوې«    
همدارنگه تجربې ښيې کله چي انسانی فکر ازادي تر لاسه کوي ور سره جوغت د هغه  ذهن د بل ډول نظرياتو د منلو له پاره  چمتوالی ښيې. د نورو نظريات اورې او ورته غوږ نيسې. د فکر د ازادې په صورت کي ددې امکان منځ ته راځې چي له نورو سره د کېنې او کرکې په ځای د هغوې درناوی وشي او ورسره يو جوړښونکی ديالوگ پېل شي.
په افغانستان کي د پراخې خوارې او بې وزلې تر څنگ پراخه ناپوهې هم شته دی. افغانستان د پوهې له پلوه
هم خوار او فقېر هيواد دی. په افغانستان د څو گونو واکمنيو تر څنگ د جهالت او ناپوهې واکمنې هم شته دی. همدا د جهالت او ناپوهې واکمنې دی چي په فرد، فردې ازاديواو د انديښنو په ازاديو تېرېو او بې باکه  غورزيو ته قانونيت ورکوي.  په افغانې ټولنه کي  تر ټولو لويه ستونزه  فرد اودفردې ازادې نشتوالی دی. په فرد او په فردي ازادې تېری د هرې ورځې کار دی.  سره ددې چي په  اساسي قانون کي د فرد د درناوی او فردي ازاديو په هکله پراخې ژمنې شته دي، خود ټولنې يو شمېر دودونو کي نه يوازې د يوه ځانگړی وگړی ازادې مفهوم نه لرې، بلکې پخپله وگړی هم بې مانا شی دی. په ټولنه کي يو شمېر ځورونکې دودونه، کوم چي د خپل موجوديت او عمل کولو توجيه د جهالت او ناپوهې په تور کور لټوې  له وگړی لوړ ارزښت لرې او په ډېره اسانې سره وگړی ددې  دودونو قربانې کېږې. په دې دودونو کي ښځه د انسان په توگه نه منل کېږې او نه د انسان په توگه ور سره چلند کېږې. د ښځې له هويت او شخصيت څخه په ښکاره انکار کېږې، ښځه مالکيت بلل کېږې او د مال په شان ور سره چلند کېږې. خرڅول کېږې. بدلېږې او په زور دی او هغه ته په لاس ورکول کېږې. د  لسگونوښځوځان وژنې او ځان سوزونې د همدې دودونوپايله شمېرل کېږې.


March 5th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي